افغانستانخبرونه

متقي: پاکستان دې له هغو اقدماتو ډډه وکړي چې د خلکو احساسات را پاروي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، پاکستان دې له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې مشر د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو لړ مسایلو په ځانګړې توګه له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په موضوع اندېښنه شریکه کړې.

متقي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلمنځي مسایل د باور فضا کې د خبرو اترو له لارې حل او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.

 په دې کتنه کې د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق ویلي، چې دواړه ګاونډي هیوادونه په خپل منځ کې ژورې اړیکي لري او باید غور وشي چې څرنګه را پورته شوې ستونزې حل شي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې  په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر  محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړی.