
کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوست ولایت په غلام خان بندر کې له پاکستان څخه را لیږدول شوي په دوه ټیلرو کې بار دوه نیم ټنه بې کیفیه او خوسا شوي کچالان نیول شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، دغه کچالان تر کشف او ضبط وروسته په یوه مناسب ځای کې تر خارو لاندې خښ کړای شول.
دغه دفتر ندي ویلي، چې د یادو بې کیفیته کچالانو د را لیږد په تور یې څوک نیولي او که نه، خو ټینګار یې کړی، چې سوداګر باید له دغه ډول توکو را لیږدولو څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم په زیاته کچه بې کیفیته توکې نیول شوي وو.