افغانستانخبرونه

طالبانو نیمروز کې ۷ تنه د قاچاقبرۍ په تور نیولي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

سیمه ایزو سرچینو د افغانستان په نیمروز ولایت کې د انساني قاچاق په تور د اوو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.

نیمزور ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دا کسان وروسته له هغې ونیول شول چې هڅه یې کوله ګڼ شمیر خلک په غیرقانوني ډول ایران ته په قاچاقي لارو ولیږدوي.

د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د انسانانو او نشه یي توکو قاچاق ستونزه له پخوا څخه شتون لري، خو د طالبانو په راتګ سره په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

ایران وایي، چې د خپلو سرحدونو د خوندیتوب په موخه یې د افغانستان سره پوله کې د دیوال جوړیدو چارې پیل کړي، چې ژر به یې بشبړې کړي.