
کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد د لویې څارنوالۍ هغه غوښتنه ومنله چې طالبان دې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه وایستل شي.
د روسیې لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د سترې محکمې څخه غوښتي وو چې طالبان د دې هیواد د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه تعلیق کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ۱۴۰۳ کال په جدي میاشت کې د دې هیواد د ځینو قوانینو د سمون فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې په دې هیواد کې د ترهګرو سازمانونو د فعالیتونو د موقتي تعلیق امکان برابرېږي.
پوتین تېر کال د جولای په میاشت کې اعلان کړی و چې طالبان اوس د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو متحد ګڼل کېږي.
د دې قانون له مخې، د روسیې عدلي او قضایي بنسټونه اجازه لري چې د طالبانو نوم په موقتي او مشروط ډول د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وباسي.
د دې قانون پر بنسټ، د یوه ترهګر سازمان د فعالیتونو ممنوعیت کولای شي د محکمې د پرېکړې او د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال د غوښتنې پر بنسټ تعلیق شي.