افغانستانخبرونه

پاکستان: د اپریل ۳۰مه پاکستان د غیر قانوني کډوالو وروستۍ ورځ ده

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د پاکستان د کورنیو چارو وزا رت چارواکي وایي، د روان ميلادي کال له پيل څخه یې تر اوسه له ۸۰ زرو څخه زيات غیر قانوني افغانان له دغه هېواده ویستلي.

دوی زیاتوي، دغه لړۍ په جدي سره دوام لري او يوازې هغه افغانان چې معتبره ويزه ولري، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه لري.

د نوموړ ي په وینا د پاتې نورو لپاره د اپرېل ۳۰ نېټه پاکستان کې وروستۍ ورځ ده.