
کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس نن د جمعې په ورځ د ایټالیا مرکز روم ته رسیدلی.
ټاکل شوې، ونس به نن ناوخته د اېټاليې له لومړۍ وزيرې جورجيا ميلوني سره وويني.
د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر مرستیال په داسې حال کې روم ته ورسېد، چې ټاکل شوې سبا په دغه ښار کې د ايران او امريکې ترمنځ د غير مستقيمو خبرو اترو دويم پړاو ترسره شي.