افغانستانخبرونه

د طالبانو رئیس الوزراء اسحق ډار ته؛ د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی

کابل ټیلیګراف – ۳۰ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو  رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن له غرمې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ پلاوي سره کتلي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر حل کې د خبرو پر ځای عمل مهم دی.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي چې رئیس الوزراء له پاکستان څخه تر دې مهاله د افغان کډوالو د کوربه توب مننه وکړه او وې ویل، په ورستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندي.

هغه ویلي، دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږې، خدای دې وکړي دغه سفر د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.

فطرت لیکلي، رئیس الوزراء افغانستان او پاکستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه وبلل چې په سیاسي، اقتصادي، دیني او فرهنګي برخو کې ډېر مشترکات لري، باید موجودو ستونزو ته د خبرو له لارې اساسي حل لارې ولټول شي او د خبرو ترڅنګ عمل مهم دی.

ملا محمد حسن اخند په ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم دروازې بندولو ته په اشارې وویل، د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو اړتیا ده، هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي باید مخنیوی او له تکرار څخه یې ډډه وشي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم ویلي، د دې سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده او هڅه کوي په شریکه موجوده ستونزې د خبرو له لارې حل کړي؟

هغه ویلي، پاکستان غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې لمنځه یوسي.