
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
زرګونه کسانو یوځل بیا د امریکا په په پلازمینه واشنګټن او نورو ښارونو کې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریونونه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، معترضینو د کډوالو ایستلو، د دولتي کارکوونکو لیرې کولو، او د غزې او اوکراین جګړو په اړه د ټرمپ له سیاستونو سره مخالفت ښودلی.
په وروستیو کې، د ټرمپ له خوا د کډوالو د ایستلو پلانونه، د اسرائیل کلک ملاتړ او د فلسطینیانو د بشري وضعیت له پامه غورځول، د زرګونه امریکایانو د مظاهرو سبب شوي دي. خلک وايي چې د هغه سیاستونه یوازې د تاوتریخوالي، ویش او بېعدالتۍ سبب شوي دي.
سربېره پر دې، یو شمېر امریکایان باور لري چې د ټرمپ توندروه دریځونه کولای شي د امریکا دیموکراسي له خطر سره مخ کړي. له همدې امله، د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې خلک راوتلي چې د ده پر ضد خپل غږ پورته کړي.