خبرونهنړۍ

د القاعدې اړوند ډلې په بنین کې ۷۰ سرتېري وژلي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د راپورونو له مخې، د القاعدې اړوند یوې ډلې چې «جماعت نصرت‌الاسلام والمسلمین» نومیږي، اعلان کړی چې په افریقایي هېواد بنین کې یې پر دوو پوځي اډو په بریدونو کې ۷۰ سرتېري وژلي دي.

د «سایت» په نوم استخباراتي ډلې نن یکشنبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بنین (Benin)، چې د لویدیځې افریقا هېواد دی، په وروستیو کلونو کې د بریدونو شاهد دی.

یاده دې وي چې د «سایت» استخباراتي ډله (The SITE Intelligence Group) یوه خصوصي څېړنیزه اداره ده چې په متحده ایالاتو کې میشته ده او د خپل فعالیت تمرکز یې د جهادي ډلو لکه القاعده، داعش او نورو افراطي ډلو پر څارنه، تحلیل او راپور ورکولو دی.

د بنین ترڅنګ، توګو هېواد هم د ورته بریدونو هدف ګرځېدلی، خو د غنا هېواد تر اوسه له داسې پراخو بریدونو خوندي پاتې دی.

خو د غنا چارواکو خبرداری ورکړی چې د پولو زیانمنونکي حالت او د سیمې جغرافیه د یاغیانو د نفوذ خطر زیات کړی دی.