
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په داسې حال کې چې پرون د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته سفر درلوډ، ټاکل شوې، سبا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم افغانستان ته سفر وکړي او د طالبانو سره په سوداګریزو او سیاسي اړیکو خبرې وکړي.
د را پورونو له مخې؛ د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د ملي اقتصاد وزیر سېرېک ژومانګارین په مشرۍ دغه لوړ پوړی پلاوی به کابل کې د درې ورځو لپاره پاتې شي او له بېلا بېلو طالب مشرانو سره به لیدنې وکړي.
ویل کیږي، دغه قزاقستانی لوړ رتبه په پلاوی به په دغه درې ورځني سفر کې کابل کې د قزاقي توکو یو نندارتون پرانیسته هم وکړي.
دا سفر داسې مهال کیږي، چې قزاقستان له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو پرېکړه کړې او روسیې هم تازه ورته ګام پورته کړی.