
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان چارواکو اعلان کړی، چې تر دې وروسته د سعودي عربستان وګړو ته دغه هېواد ته له ویزې پرته د تګ اجازه ورکول کیږي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن تقوی ویلي، دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی.
دا اعلان په پاکستان کې د سعودي عربستان له سفیر نواف بن سعید احمد المالکي سره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له کتنې وروسته شوی.
پاکستان په داسې حال کې سعودي وګړو ته له ویزې پرته دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورکوي، چې همدا تیر کال شاوخوا لس زره پاکستانیان سعودي عربستان له دغه هېواده وشړل.