
کابل ټیلیګراف – ۳۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
دویچې ویلې راپور ورکړی چې په جرمني کې يوه افغانه لوبغاړې د ايټاليا په لور د اخراج له ګواښ سره مخ ده.
نظيره خيرزاد، د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال ټيم پخوانۍ لوبغاړې، اوس په آلمان کې د ايټاليا په لور د اخراج له ګواښ سره مخ ده.
دویچې ویلې راپور ورکړی چې دا لوبغاړې اوس په آلمان کې د اخراج له ګواښ سره مخ ده.
د اروپايي ټولنې د پاليسيو له امله، جرمني بېرته ايټاليا ته د هغې لېږلو غوښتنه کړې او د نويو پناه غوښتونکو له منلو ډډه کوي.
جرمني تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان مهاجر اخراج کړي او ويلي يې دي چې ۳ نورې الوتنې به هم افغان مهاجر خپل هېواد ته ولېږدوي.