
کابل ټیلیګراف – د غویي لومړی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنيو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د شویو ژمنو پر پلې کېدو خبرې کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ټلیفوني مکالمه کې محمد اسحاق ډار کابل ته د سفر په جریان کي د ښې میلمه پالني له امله مننه وکړه او ټینګار يې وکړ چې کابل کې د شوو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانګړي ډول د کډوالو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اوریدلو لپاره به جدي اقدامات کوي.
محمد اسحاق ډار د پاکستان د کورنيو چارو وزارت لخوا د کنترولخونې د ايجاد او کډوالو د شکايتونو د اورېدو په موخه د مرستې د تلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړ.
مولوي امیرخان متقي هم کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو دحل په لور یو مثبت ګام بللی او د شوو پرېکړو د پلي کولو، په ځانگړي توګه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډولو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنترولخونې او د مرستې د اړيکشمېرو د فعالولو اقدامات یې ستایلي دي.
د یادونې ده چې د اسحق ډار په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی د روانې اونۍ په پیل کې کابل ته راغی او دلته یې له طالبانو په بېلابېلو موضوعات خبرې وکړې.