
کابل ټیلیګراف – د غویي لومړی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالیو ته له لار موندې وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستنه او د کابل په هوایي ډګر کې یې د خلکو له لوري تود هرکلی وشو.
یاده لوبډله نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل هوایي ډګر ته را ورسېده چې سلګونه مینه وال یې هرکلی ته ورغلی وو.
د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو عمان، نیپال، هانګ کانګ او د متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې دغه سیالۍ نیپال کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې په خپلو درېیو لومړیو لوبو کې عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې وه چې له نیپال سره لوبه ترسره کړي خو په لوبغالي کې د دوامداره ورښت له امله ترسره نه شوه.
ټاکل شوې چې د کرکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو کمعمره لوبغاړو ۵۰ اووریزه نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.