
کابل ټیلیګراف – د غويي لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې د افغان ښځو لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځآنګړي استازي پوسټ لمنځه یوسي.
د را پورونو له مخې؛ په دغه اجرایي مسوده کې به د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیا تنظیمولو اقدام وشي، چې له مخې به یې د ایران په چارو او د افغان ښځو په چارو کې د ځانګړي استازو په ګډون یو شمېر پوسټونه لمنځه یوړل شي.
په دغه طرحه کې همدار از د بشري حقونو، سیاسي پلان جوړونې او افریقا د چارو په ګډون د څو مهمو دفترونو تړل هم شامل دي.
که دا طرحه پلې شي، د متحده ایالاتو په ډیپلوماتیک چلند، په ځانګړي توګه د بشري حقونو او بهرني سیاست جوړونې په برخو کې بنسټیز بدلونونه راولي.