افغانستانخبرونه

له افغانستان څخه چین په اونۍ کې دوه مستقیمې الوتنې پیل کیږي

کابل ټیلیګراف – د غويي  لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال 

د آریانا افغان هوایي شرکت ویلي،  له دې وروسته به دا شرکت په اوونۍ کې دوه مستقیمې الوتنې د چین هېواد ارومچي ښار ته ترسره کړي.

دغه شرکت چې تر دې مخکې په اونۍ کې یوه الوتنه ارومچي ښار ته ترسره کوله، نه دي ویلي، چې په اونۍ کې دغه دوه الوتنې به په کومو، کومو ورځو کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د افغانستان او چین ترمنځ تر بل هر وخت اړیکې ښې شوي او ډیری افغانانو دغه هېواد ته د سوداګریزو چارو په موخه مخه کړې.