
کابل ټیلیګراف – د غويي لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال
واتیکان تأیید کړې چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ.
د رویترز خبري اژانس په راپور، واتیکان نن (دوشنبه، ۱ ثور) د یوه ویډیویي پیغام په خپرولو سره د پاپ فرانسیس مړینه اعلان کړې ده.
پاپ فرانسیس، د روم د کاتولیک کلیسا لومړنی لاتیني امریکايي مشر و.
هغه ۱۲ کاله د نړۍ د کاتولیکانو د مذهبي مشر په توګه دنده ترسره کړه او په دې موده کې له بېلابېلو ناروغیو کړېده.
پاپ فرانسیس څه موده مخکې د سږو د سختې انتان له امله په روغتون کې بستر شوی و، خو د نسبي روغتیا له ترلاسه کولو وروسته له روغتونه رخصت شو.