خبرونهنړۍ

امریکا د افغان ښځو لپاره د ځآنګړې استازي پوسټ لمنځه وړي

کابل ټیلیګراف – د غويي  لومړۍ۱۴۰۴ لمریز کال 

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه طرحه جوړه کړې، چې له مخې به یې د افغان ښځو لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ځآنګړي استازي پوسټ لمنځه یوسي.

د را پورونو له مخې؛ په دغه اجرایي مسوده کې به د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیا تنظیمولو اقدام وشي، چې له مخې به یې د ایران په چارو او د افغان ښځو په چارو کې د ځانګړي استازو په ګډون یو شمېر پوسټونه لمنځه یوړل شي.

په دغه طرحه کې همدار از د بشري حقونو، سیاسي پلان جوړونې او افریقا د چارو په ګډون د څو مهمو دفترونو تړل هم شامل دي.

که  دا طرحه پلې شي، د متحده ایالاتو په ډیپلوماتیک چلند، په ځانګړي توګه د بشري حقونو او بهرني سیاست جوړونې په برخو کې بنسټیز بدلونونه راولي.