
کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو د لومړي وزیر د کابینې مخالفانو او د زندانیانو کورنیو یو ځل بیا پراخ لاریونونه کړی.
د راپورونو پر اساس لاریون کوونکو د نتانیاهو د استعفا، غزه کې د اوربند او د زندانیانو د تبادلې په موخه د هر اړخیزې هوکړې غوښتنه کړې ده.
اسرائیل د اسراییلي بندیانو د ازادي لپاره غزه کې د لنډمهالي اوربند په لټه کې دی؛ خو حماس غواړي، چې په یوې هر اړخیزې هوکړې سره غزه کې تلپاتې اوربند، د غزې بیا رغونه، او د زندانیانو تبادله تضمین کړي.
په وروستیو میاشتو کې، د اسرائیلي بندیانو کورنۍ او د بنیامین نتانیاهو د کابینې مخالف سیاستوال پر حکومت فشارونه زیات کړي دي.
دوی د نتانیاهو د پالیسیو مخالف دي او وايي چې د ده جګړهییز دریځ د یرغمل شوو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
مظاهرهچیان له حکومت څخه غواړي چې د حماس سره یوې هر اړخیزې هوکړې ته ورسېږي، چې پکې د بندیانو تبادله، اوربند او د غزې بیا رغونه شامله وي.