افغانستانخبرونه

 د ایران بهرنیو چارو وزیر نن چین ته سفر کوي

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي نن چین ته سفر کوي او له امریکا سره به د اټومي پروګرام په تړاو سلا مشورې وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقايي  په پام کې ده چې عراقچي په دغه سفر کې له امریکا سره د اټومي پروګرام په تړاو د نامستقیمو خبرو د دوام په اړه سلا مشورې وکړي.

د ایران د اټومي پروګرام شخړه له ۲۰۰۰مو کلونو راهیسې د نړیوالو پام ځان ته رااړولی. د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې، ایران او شپږو نړۍ‌والو قدرتونو (P5+1 – امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین، او آلمان) د یو ټول‌منلي اټومي تړون (JCPOA) لاسلیک وکړ.

 د دغه تړون له مخې، ایران خپل اټومي فعالیتونه محدود کړل او په بدل کې یې اقتصادي بندیزونه نرم شول.