خبرونهنړۍ

د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کارپوهانو ناسته وځنډېده

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي وايي چې د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي کارپوهانو ناسته به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې دا ناسته نن چهارشنبه د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ د عمان په مسقط کې ترسره شي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د عمان د وړاندیز او د ایران او امریکا د پلاویو ترمنځ د هوکړې له مخې، د دواړو هېوادونو تخنیکي-مشورتي ناسته د شنبې ورځې ته وځنډول شوه.