افغانستانخبرونه

د هرات د خلکو ۳۰مه چوپه مرسته غزې ته ورسیده

کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د هرات د خیریه بنسټونو لخوا فلسطیني وګړو ته دیرشمه چوپه مرسته غزې ته ورسیده.

مفتي امیر محمد خادم، چې د دغو مرستو د راټولولو او فلسطیني ولس ته د لېږلو مسوول دی، وايي چې په اوسنيو حالاتو کې د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې د فلسطیني ولس او خپلو وروڼو تر څنګ ودرېږي.

مفتي خادم زیاتوي چې د غزې خلکو سره مرسته، په هغه حالاتو کې چې فلسطینیان پکې دي، «فرض» ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، د دغو مرستو ارزښت پنځه زره امریکايي ډالره وو، چې د هرات د خیریه خلکو له خوا راټوله او د غزې خلکو ته ولیږل شوه.