افغانستانخبرونه

قزاقستان د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارين سره په کتنه کې د اقتصادي، سوداګریزو، ترانسپورټي او لوجستيکي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پر جوړونې خبرې کړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دې کتنه کې ژومانګارين ویلي، چې هېواد یې غواړي د تورغونډۍ-هرات په اوسپنې پټلۍ ۵۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونه وکړي او هرات کې يو معياري ترانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړکړي.

نوموړي افغانستان په سيمه کې د قزاقستان مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او زیاته کړې یې ده، چې قزاقستاني شرکتونه لېواله دي چې په بېلابېلو سکټورونو افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز دې کتنه کې د ټولګټو وزیر افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشاره ویلي، اسلامي امارت غواړي چې له قزاقستان سره دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړي.

په پای کې د دوه اړخيزو سوداګریزو او اقتصادي اړيکو پر پراختيا ټینګار شوی او پرېکړ شوې، چې په همدې موخه به راتلونکي کې د دواړو هيوادونو تخنيکي کمېټه ناسته کوي.