
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رییس نور احمد آغا، د صرافانو د اتحادیې له استازو سره په کتنه کې د مالي خدماتو په معیاري وړاندې کولو ټینګار کړی او له هغوی یې غوښتي، چې د ملي ګټو او د بانک د مقرراتو په پام کې نیولو سره خپل فعالیتونه پرمخ یوسي.
نومړي ویلي، چې افغانستان بانک ژمن دی تر څو د خپلو پالیسیو او مقرراتو په چوکاټ کې د صرافانو او د مالي خدماتو وړاندې کوونکو ستونزې حل کړي.
نور احمد اغا زیاته کړې، چې دغه بانک د افغانۍ د ثبات ساتلو، او د اسعارو د قاچاق مخنیوي لپاره د پام وړ هڅې کړې دي.
له بلې خوا، د صرافانو ټولنې استازو هم د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان بانک د پالیسیو او لارښوونو پلي کولو لپاره هڅه کوي.