افغانستانخبرونه

له امریکایي ځواکونو سره همکار افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو امر شوی

کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د کورني امنیت وزارت په آیووا ایالت کې مېشت له ۲۰۰ څخه زیاتو افغان کډوالو ته امر کړی چې د دې هېواد خاوره پرېږدي.

د دغو کسانو ډېری یې پخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی دی.

په آیووا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې دا پرېکړه د کډوالو په منځ کې سختې اندېښنې راپارولې دي.

د کورني امنیت وزارت خبرداری ورکړی چې که له دې امر څخه سرغړونه وشي، کسان به د نیول کېدو او قانوني تعقیب له ګواښ سره مخ شي.

ورته اخطارونه د یوتا او شمالي کارولینا په څېر نورو ایالتونو کې هم راپور شوي دي.