
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، چې د افغانیو د ارزښت او ثبات ساتلو په موخه به د شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالر لیلام کړي.
د دغه بانک لخوا د غويي په ۴مه خپره شوې اعلامیه کې له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه شوې، چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
اوس مهال د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د افغانیو ارزښت تر نورو کرنسۍ ښه او ثبات لرونکی دی.