
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پاسپورټونو اداره وایي، ۱۲ زره افغانانو د پاکستان په پاسپورټ سعودي عربستان ته سفر کړی او بیا یې پاسپورټونه غورځولي دي.
د دغه هېواد د پاسپورټونو ادارې عمومي مشر مصطفی جمال قاضي ویلي، ۱۲ زره افغانانو د پاکستاني اسنادو په کارولو سره سعودي عربستان ته سفر کړی او هلته یې پاکستاني پاسپورټونه غورځولي دي.
نوموړي زیاته کړې، د دوی له لورې ټول جعلي پاسپورټونه چې د رشوت له لارې افغانانو په ګجرات، ګوجرانوالې، خیبرپښتونخوا او نورو سیمو کې ترلاسه کړي، لغوه کړای شول.
هغه وایي، د پاکستان په جعلي پاسپورټونو تللې کسان، د سعودي عربستان حکومت له لورې افغانستان ته لیږل شوي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې د پاسپورټ او کډوالۍ ۳۵ افسران یې د جعلي پاسپورټونو د صادرولو له امله له دندو ګوښه کړي.