
کابل ټیلیګراف – ۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د کورني امنیت وزارت په آیووا ایالت کې مېشت له ۲۰۰ څخه زیاتو افغان کډوالو ته امر کړی چې د دې هېواد خاوره پرېږدي.
د دغو کسانو ډېری یې پخوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ کار کړی دی.
په آیووا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چې دا پرېکړه د کډوالو په منځ کې سختې اندېښنې راپارولې دي.
د کورني امنیت وزارت خبرداری ورکړی چې که له دې امر څخه سرغړونه وشي، کسان به د نیول کېدو او قانوني تعقیب له ګواښ سره مخ شي.
ورته اخطارونه د یوتا او شمالي کارولینا په څېر نورو ایالتونو کې هم راپور شوي دي.