
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوي د ایران د صادراتي وړتیاوو په اووم نړیوال نندارتون «ایران اکسپو» کې د ګډون په موخه دې هېواد ته سفر وکړ.
دغه نندارتون به د غویي له ۸مې تر ۱۲مې نېټې پورې د پینځو ورځو لپاره دوام وکړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوی به د کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه وکړي او پانګوال به افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.