افغانستانخبرونه

نورستان کې یو تن په ډزو وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

 د نورستان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو تن په ډزو وژل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس تېره ورځ د دواب ولسوالۍ په ګارمغز دره کې وژل شوی او پخوا یې شخصي دښمني درلوده.

طالبانو ویلي، قاتل له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي.

د یادې سېمې یو تن اوسېدونکي هم کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه کس په یوه پټي کې کار کوه چې په ډزو وژل شوی دی.

دی وایي چې یاد کس ډېر غریب و خو له کلونو پخوا یې شخصي دښمني درلوده.