
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزني د معدن پوهنځي یو محصل وروسته له هغې ځان وژنه کړې، چې د هغه د خوښې نجلۍ یې بل چاته ورکړې.
سیمه ییزې سرچینې وایي، د نجلۍ کورنۍ د هلک ور لیږل شوې جرګې ته تر لویه اختره د انتظار سپارښتنه کړې وه، خو د هغوی د تګ وروسته یې سمدلاسه نجلۍ بل چا ته ورکړې.
دغه سرچینې زیاتوي، کله چې هلک له یادې قضیې خبریږي، له مایوسۍ ځآن وژنه کوي.
یاد هلک د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسیدونکی دی.