
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت نن په کابل کې د مجاهدینو د بریا د کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان ملت خپل ژوند د ازادۍ لپاره قربانوي، خو د استعمار تسلط نه مني.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان ملت به د استعمار تر بار لاندې لاړ نه شي او زیاته یې کړه، اوس باید یوالي لپاره کار وشي، ځکه دښمنان د نفاق اچولو په لټه کې دي.
دغه لوړ پوړي طالب وایي، چې د افغانانو په منځ کې هیڅ ډول ډلې او فرقې شتون نلري.
په دغه مراسمو کې د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وایي، افغانستان د خپلواکه سیاست درلودلو ترڅنګ د ښه اقتصاد او او نظامي ارګانونو لرونکی هېواد دی.
د طالبانو د قبایلو چارو وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د اقتصادي ستونزو له امله سلګونه په نظامي او ملکي برخه کې سلګونه زره بستونه تنص کیږي.