
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
هندوستان اعلان کړی، چې د کشمېر په پوله یې د پاکستان بې دلیله ډزو ته ځواب ورکړی.
په تېرو څلورو ورځو کې دویم ځل دی چې دواړه هېوادونه په سرحدي سیمو کې په یو بل ډزې کوي.
دا اقدام وروسته له هغې زور اخیستی، چې په پهلګام کې پر سیلانیانو ترهګریز برید وشو، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول.
هندي چارواکو دوه پاکستانی شکمن کسان پېژندلي، خو اسلاماباد په دې پېښه کې د هر ډول لاس لرلو څخه انکار کړی دی.