افغانستانخبرونه

امیرخان متقي د قطر لومړي وزیر سره ولیدل

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي قطر ته د خپل سر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر سره ولیدل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې هېواد د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د قطر د مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې کړي.

د اعلامیې له مخې، د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوحه به په افغانستان کې ولسي ملاتړ ته دوام ورکړي.

شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني زیاته کړې، چې قطر په افغانستان کې د سولې، امنیت، هوساینې او با عزته ژوند ملاتړ کوي.

تر اوسه طالبانو د دغه لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

ننګرهار کې د خرسان خصوصي پوهنتون له لورې تورخم کې له کډوالۍ را ستنو شویو وطنوالو ته د څښاک پاکو اوبو بېلرونه نصب شوي او ویلي، چې د دوی په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې به را ستانه شویو وطنوالو ته ځآنګړی تخفیف هم ورکړي.

عمري کمپ کې تحصیلي ډګر کې

تعلیمي او تحصیلي برخو کې تخفیف په نظر کې نیولي د څښاک پاکو اوبو بېلرونه نصب کړي