
کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د پرانیستې په مراسمو کې دغه پروژې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د زیربنا پياوړتيا پر لور مهم ګام بللی او زیاته کړې یې ده، چې په مرسته به یې د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي.
په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سبسټېشن او د کندهار ختیځ سبسټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي فابریکې څخه د کندهار ختیځ سبسټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.
په یادو پروژو باندې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.