افغانستانخبرونه

افغانستان کې د غالۍ اوبدلو مرکز د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل کې د اسلامي همکارۍ سازمان دفتر وايي، چې افغانستان کې د غالۍ اوبدلو مرکز د جوړولو په موخه یې د اذربایجان له نړیوالې پراختیايي ادارې (AIDA) او کابل کې د دې هېواد له سفارت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د یاد سازمان د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پروژه په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت د ترویج سربېره د نورو دودیزو لاسي صنایعو د پیاوړتیا موخه پلې کېږي.

  اسلامي همکاریو سازمان د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې پراختیا لپاره جوړ شوی نړيوال سازمان دی. دا سازمان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له بیلابیلو برخو، په تېره بیا د بشرپالنې او پرمختیایي برخو سره همکاري کړې ده.