افغانستانخبرونه

طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او یو سړی په دُرو وهلي

کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، په ننګرهار ولایت کې یې یوه ښځه او یو سړی په دُرو وهلي دي.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت ده بالا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.

طالبانو د په هېواد کې د بیا ځلې واکمنېدو را وروسته تعزیري سزاګانې پیل کړي خو په وار وار د کور دننه او بهر دغه کار غندل شوی دی.