
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
رسني وايي، د چین هېواد د لېاونینګ ولایت اړوند لياويانګ ښار په یوه هوټل کې د اورلګیدنې له امله ۲۲ تنه مړه شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه اورلګیدنه نن د سې شنبې په ورځ غرمه مهال رامنخته شوې، خو تر دې دمه د اورلګیدنې لامل ندی روښانه شوی.
ویل کیږي، سیمې ته د اور وژنې ډلې لیږل شوي، خو تر دې دمه د اور په وژنه ندي بریالي شوي.
بلخوا د چین ولسمشر په یاده پېښې خواشینې ښودلې او امر یې کړی، چې د قضیې په اړه دې جدي څېړنې وشي.