
کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
شمالي کوريا د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ اون په حضور کې د خپلې نوې جنګي بېړۍ د وسلو سيستم لومړنۍ بریالۍ ازموينه ترسره کړه.
شمالي کوريا د لومړي ځل لپاره د خپلې نوې جنګي بېړۍ د وسلو سيستم، چې د «چو هيون» کلاس په نوم ياديږي، په بریالیتوب ازموینه وکړه.
دا ازموينه د کروز توغنديو، هوايي دفاعي وسلو او توپخانې د ډزو په شمول وه، چې د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون او يو شمېر لوړپوړو چارواکو په شتون کې ترسره شوه.