خبرونهنړۍ

پر غزه د اسرائیلو بریدونو کې ۱۶ فلسطیني وګړي وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي، د نن سهار راهیسې د غزې په بېلا بېلو سیمو د اسرائيلو په بریدونو کې ‍۱۶ فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي، له وژل شویو ۱۶ فلسطیني وګړو څخه یې ۱۲ د غزې په مرکزي برخه کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د اسرائیلي پوځيانو له خوا د لويديځې غاړې پر بېلابېلو سيمو بريدونه لا هم روان دي.

اسرائیلي پوځیانو د رام الله په شمال لويديځ کې د «عاروره» کلي، د نابلس په جنوب کې د «قريوت» کلي او د لويديځې غاړې نورو سيمو باندې  بریدونه او ډزې کړي.

فلسطيني سرچينو د جنين په ختيځ کې د «ديرابوضعيف» کلي څخه د دوو ځوانانو د نيولو او په طولکرم کې د يوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.