افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه افغانستان ته بې کیفیته او تاریخ تېرې توکې را وردوي

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي نن یوه خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو پر نړېوال پروګرام نیوکه کړې، چې افغانستان ته بې کیفیته او تاریخ تېره توکي را واردوي.

نوموړي ویلي، د خوړو نړېوال پروګرام ۵۵ ټنه پريمیکس توکي د ظرفیت په پام کې نه نیولو سره را وارد کړي، چې تاریخ یې تېر او د مرستو ضایع کول دي.

نور جلال جلالي همداراز ویلي، یاد پروګرام د دې ترڅنګ د سوپر سیریل په نوم ۶زره ۷۵۰ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي افغانستان ته را وارد کړي چې د کیفیت معیار یې نه دی مراعت شوی او د استفادې وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام هم د توبرکلوز ۶۵۰ کیټونه راوړي چې له اسنادو سره مطابقت نه لري تاریخ یې تېر او دوی هم خپله غطلي منلې ده.

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې د دوی دغو تېروتنو اړ کړي، چې له مرستندویه بنسټونو د شفافیت او اړتیا مطابق د مرستو د تنظیم غوښتنه وکړې.

‏هغه همدا راز  وویل چې مرستندویه بنسټونه باید بشري مرستې د ټولنې له اړتیاوو سره سم، په شفاف او مسؤولانه ډول مدیریت کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال ګڼ شمېر نړيوالو مرستندويه بنسټونو او مؤسسو په افغانستان کې خپلې مرستې يا کمې کړي او يايې خپل فعالیتونه ځنډولي دي