خبرونهنړۍ

انګلستان: تېرو ۲ کالونو کې څه باندې ۳ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د انګلستان هېواد د ملي احصایې مرکز وایي، په تېرو دوو کالونو کې دغه هېواد کې بېلا بېلو پېښو له امله ۱۲ سوه کسان وژل شوي او شاوخوا دوه زره نور ټپیان شوي دي.

دغه اداره زیاتوي، وژل شوي کسان د وسلې، چاقو او ورته نورو وسایلو په وسیله وژل شوي، چې د اکثرو یې عمرونه د ۱۳ څخه تر ۱۹ کالونو پورې دي.

په انګلستان کې د وسلو لېږد منع دی، خو په تېرو دوو کلونو کې نږدې دوه زره کسان د ډزو له امله ټپيان شوي دي.