خبرونهنړۍ

تېرو څو ورځو کې څه باندې ۲ زره کسان د پاکستان او هند څخه خپلو هېوادونو ته تللي

کابل ټیلیګراف – ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمېر د وروستۍ پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي او په تېرو څو ورځو کې ۱۳۷۶ تنه هندیان له پاکستان او ۷۸۶ تنه پاکستانیان له هند څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو نظامي ځواکونو ته امر کړی، چې د خپلو واکونو له مخې؛ له پاکستان څخه د کشمېر د پېښې غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پآکستان د اطلاعاتو وزیر تائید کړې، چې هند په راتلونکې ۲۴ څخه تر ۳۶ ساعتونو پورې په پاکستان نظامي حمله کوي.