
کابل ټیلیګراف – ۱۱غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د مالدارۍ او چرګانو صنعت د ودې په موخه خصوصي سکتور لپاره ۱۸۰ زره جریبه ځمکه ځآنګړې کړه.
د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس پاڼه لیکلي: د ملا هیبت الله اخوندزاده له لورې د چرګانو او مالدارۍ صنعت د ودې په موخه په ټول هېواد کې خصوصي سکتور ته د ۱۸۰ زره جریبه ځمکې د ورکړې طرحه تائید کړه.
هغه لیکلي، دغه ځمکه به د مالدارۍ او چرګانو د فارمانو لپاره خصوصي سکتور ته د یوه ځآنګړي طرزالعمل له مخې ورکړل شي.