
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په میدان وردګو ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي چې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام د سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د لوکسل او فیلډر موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې اووه کسان مړه شوي او لس نور ټپيان دي.
طالبان وایي، ټپیان یې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.