
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال\
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه وایي، پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.
د هند وارد شوي توکي پخوا د ټرانزیټ تړون پر بنسټ د واګه بندر او تورخم او چمن له لارې افغانستان ته داخلېدل.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې پاکستان دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې هند د واګه بندر له لارې د افغانستان صادراتي توکو بار لاریو ته د تېرېدو اجازه ورنه کړه.
د الکوزي په وینا، ۱۵۰ لارۍ چې افغان صادراتي توکي یې لیږدول، چې وچې میوې، تازه میوې او سبزیجات پکې شامل وو، لومړی د پاکستان لخوا ودرول شول، او اوس هند دغو لاریو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.
هغه زیاته کړې، چې له هند څخه شاوخوا ۱۵۰۰ لارۍ د کراچۍ بندرونو ته رسېدلي، خو پاکستان دا موټرونه بند کړي دي.