افغانستانخبرونه

پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې وشوې

 کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

دې کتنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د سوداګرۍ او ترانزیټ برخه کې له پاکستان سره لنډ مهالې او اوږد مهال ستونزې شریکې کړې او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې سوداګریزو توکو ته دې ژر تر ژره د عبور اجازه ورکړل شي.

دغه راز دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته کړې یې ده، چې ستونزو ته به یې ډېر ژر له ډیپلوماټیکو لارو حل لارې وموندل شي.