خبرونهنړۍ

د کشمیر پهلګام پېښه کې افغانستان څخه وړل شوي امریکایي وسلې کارول شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال\

د هندوستان حکومت وایي، د کشمېر په پهلګام کې د حملې پر مهال هغه وسلې کارول شوي، چې د امریکا څخه افغانستان کې پاتې وې.

دغه هېواد زیاته کړې، د یادو وسلو او مرمیو په کارولو سره ښودل کیږي، چې د پاکستان تر ملاتړ لاندې وسله وال کسان تر ټولو نوي وسلې کاروي.

د معلوماتو له مخې؛ هندي حکومت ادعا کړې، چې د دغه امریکایي وسلو د استعمال پر مهال بریدګرو په خپلو خولیو کې کمرې هم درلودې، چې پرې یې د پېښې ثبت کړی.

د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې په ترهګریز برید کې ۲۶ تنه وژل شوي وو.

هندوستان د دغه برید د ترسره کېدو پړه پر پاکستان ور اچوي، خو پاکستان وایي، له ثبوت پرته دغه ډول تورونه یواځې ادعاګانې کېدای شي.