افغانستانخبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د ۴ نیم ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال\

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له افغانستان سره یې د ۴.۵ ټه طبي تجهیزاتو مرسته کړې.

د یاد سازمان د افغانستان څانګې په خپل اکس پاڼه لیکلي چې دې طبي تجهیزات کې د لومړنیو روغتیايي پاملرنو کڅوړې شاملې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، دا کڅوړې د «لوی بابا» او «د کابل انکیشمینټ» په ترانزیتي مرکزونو کې تحویل شوي دي.

یاد شوي روغتیايي مرکزونه به  روغتیا نړیوال سازمان د مرستندویه کڅوړو په مرسته په راتلونکو دریو میاشتو کې د ۲۰۰۰ ناروغانو لپاره لومړنۍ روغتیايي پاملرنې برابرې کړي.