
کابل ټیلیګراف – ۱۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
افغان رسنیزو سرچینو د تاجکستان د دولت د مخالفینو د مشر شرفالدین گدایف انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې نوموړي نن یکشنبه د کابل د سرینا هوټل کې د طالبانو د یو شمېر چارواکو او رسنیزو کارپوهانو سره لیدنه کړې ده.
د گدایف د مرکو او په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د هغه د حضور سره، سره لا هم طالبانو کابل ته د نوموړي د سفر په اړه څه ندي ویلي.
ځینې شنونکي په دې باور دي چې په کابل کې د گدایف حضور د طالبانو د مخالفینو په دوشنبه کې د شتون په ځواب کې دی.